د هند دبهرنيو چارووزير استعفا وکړه
نوى ډيلي- باختر د لړم دمياشتې شپږمه:
دهند دبهرنيو چارو وزير اس ام کرشنا استعفا وکړه. کرشنا چې اتياکلن دى ويلى دى چې ځوانانو ته دلارې دپرانستلو په خاطر له خپل مقام څخه استعفا کوي.
دهند دبهرنيو چارو د وزير استعفا ددغه هيواد دکابينې له احتمالي ترميم مخکې ترسره کيږي او ټاکل شوى ده، د هند صدراعظم من موهند سنګ په روانه اوونۍکې په خپله کابينه کې يو لړ بدلونونه اعلام کړي .
اس ام کرشنا چې له ٢٠٠٩ کال راپديخوا دهند دبهرنيوچارو د وزير په توګه کار کاوه، ددغه هيواد په کانګرس ګوند پورې اړه لري او ويلى يې دى چې په کانګرس ګوندکې به خپل کار ته دوام ورکړي .