د هندوستان په ممبۍ کې د اسلامي امارت جنرال قونسلګرۍ له لوري د پاسپورټونو د وېش لړۍ نن پیلېږي
کابل، د لړم ۲۱مه، باختر
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د هندوستان په ممبۍ ښار کې د اسلامي امارت جنرال قونسلګرۍ له لوري د پاسپورټونو د وېش لړۍ نن پیلېږي.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د ۶۸۳ ګڼې ۲۸/۱۰/۱۴۴۴ نیټې د فرمان په اساس، چې ټول وزارتونه او امارتي ادارې یې مکلفي کړي دي، چې د مراجعینو لپاره لازمې آسانتیاوې برابرې او ستونزو ته د حل لار پیدا کړي.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې د بهرنیو چارو وزارت هندوستان هېواد په ممبۍ ښار کې د افغانستان جنرال قونسلګرۍ ته لارښوونه کړې، چې د پاسپورټونو د ویش لړۍ د افغان کډوالو، محصلینو او سوداګرو د اړتیاوو د حل په موخه پیل کړي.
سرچینې زیاته کړې، چې د وزارت مقام له لارښوونې سره سم په ممبۍ ښار کې افغان جنرال قونسلګرۍ دغه لړۍ نن پیلوي.
د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، هغه هېوادوال چې د پاسپورټ وخت یې پای ته رسېدلی او یا پاسپورټونه نه لري، کولای شي چې د معتبرو اسنادو په وړاندې کولو سره قونسلګرۍ ته مراجعه وکړي او د پاسپورت لپاره خپل غوښتنلیک جمع کړي.