سیاستخبرونهاقتصادTOP

د هندوستان له خوا ۴۰ زره لېټره مرسته شوي ملټین کرنې وزارت ته وسپارل شول

 کابل، د سلواغې لومړۍ نېټه، باختر

د هندوستان خلکو له خوا مرسته شوې ۴۰ زره لېتره ملټین د ایران د چابهار بندر له لارې کابل ته راورسېدل او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت رهبرۍ ته وسپارل شول.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویلي چې د دغه افت وژونکو د سپارلو په مراسمو کې، چې د ملخانو د یرغل پر وړاندې په مبارزه کې کارول کېږي، د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني، د بوټو ساتنې او قرنطين رییس انجنیر عتیق الله مسلم او د کرنې وزارت یو شمېر متخصصینو حضور درلود.

د هندوستان د خلکو دغه مرسته د چابهار بندر له لارې افغانستان ته لېږدول شوي او د اړتیا په صورت کې به د ملخانو د یرغل د مخنیوي په موخه په زیانمنو ولایتونو کې وکارول شي.

مولوي صدر اعظم عثماني د دغو توکو ترلاسه کولو په مراسمو کې وویل، چې دغه درمل د بزګرانو د ژوند په ښه کولو او د کرنې په وده کې اغېزمن تمامېدای شي.

دغه راز د بوټو  ساتنې او قرنطین رییس انجنیر عتیق الله مسلم د کروندګرو لپاره د ملټین افت وژونکو په ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د دغو توکو ټولیز ارزښت څه باندې ۴۰ میلیونه افغانیو ته رسېږي او شاوخوا ۸۰ زره هکتاره ځمکه تر پوښښ لاندې راولي.

نوموړي زیاته کړه چې دغه مواد د اړتیا په صورت کې د ملخانو پر ضد کمپاین کې کارول کېږي او د بدخشان، تخار، کندز، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ بادغیس، هرات او هر هغه ولایت چې د مراکشي ملخانو له ګواښ سره مخ وي کارول کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته