د هلمند – کندهار پر لویه لار د ترافيکي پېښې له امله ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
کابل، د کب ۳مه، باختر
د هملند – کندهار پر لویه لار د نهرسراج ولسوالۍ شیندک مانده سیمه کې تېره ورځ مازديګر مهال د مازدا او ویډز موټر ترمنځ د ټکر له امله ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.
د هلمند د ترافیکو مدیر ملا شیرمحمد حجازي باختر خبري آژانس ته وویل، چې یاده پېښه کې د ویډز سپرلۍ له ډلې یې ۲ مېرمنو خپل ژوند د لاسه ورکړی او ۱۰ تنه نور ټپيان شوي، چې د درملنې موخه بست روغتون ته لېږدول شوي دي.
مسوولینو د پېښې لامل نه دي په ډاګه کړی خو له دې وړاندې دې ته ورته ډېری پېښې د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې دي.