د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د یوه جومات د رغولو چارې پيل شوې
کابل، د مرغومې ۲۴مه، باختر
د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ اړوند نورزو سیمه کې د کندهار ـ هرات پر لویه لار د یوه جومات د رغولو چارې پيل شوې.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د یاد ولایت د ارشاد، حج او اوقافو رئیس مولوي شمس الحق ثاقب اخندزاده وویل چې دغه جومات د کورنیو چارو وزارت د سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني په لار ښوونه او د ترکيې هېواد خیریه بنسټ له لوري د ۴۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت سره رغول کېږي.
ورته مهال د ترکیې هېواد بنسټ محمد فهیم وویل چې دغه جومات به د دوه میاشتو په موده کې بیا ورغول شي چي په یوه وخت کې به د ۱۹۰ لمونځ کوونکو ظرفیت ولري.
اخوا د سیمې اوسېدونکي د یاد جومات په جوړېدو خوښي وښوده او له دولت او خیریه بنسټونو څخه یې غوښتنه وکړه چې پر لویو لارو باندې د جوماتونو ترڅنګ روغتیايي مرکزونه هم ورغوي ترڅو هېوادوال د روغتیا په برخې کې له ستونزو خلاص شي.