خبرونهفرهنګTOPټولنهښوونه او روزنه

د هلمند په ښوونیز او روزنیز مرکز کې یو شمېر کسانو د کمپیوټر زده کړې ترلاسه کړې دي

کابل، د سلواغې لومړۍ نېټه، باختر

نن ورځ شنبه، د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې د هلمند مرکز لښکرګاه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند هلمند ښوونیز مرکز څخه ۳۵۰ تنه د کمپیوټر له زده کړو څخه فارغ شول.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري په خپاره شویو معلوماتو کې راغلي، چې پرون شنبې د دغه ریاست اړوند له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه شاوخوا ۳۵۰ تنه د کمپیوټر د زده کړو ترلاسه کولو وروسته فارغ شوي دي.

د معلوماتو پر اساس د فراغت په دغو مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خيرالله خیرخوا، د هلمند والي مولوي عبدالرحمن کندوزي، د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ عبدالباري راشد، یو شمېر نورو مسولینو، خبریالانو او ګڼ شمېر ځوانانو برخه لرله.

ولایتي مسولینو د روزنې دغه پروسه ګتوره بللې او له روزل شویو ځوانانو څخه یې غوښتي، چې خپله انرژي د هېواد په ابادۍ کې وکاوري.

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر بیا په دولتي او اړتیا وړ ځایونو کې د دغو ځوانانو پر ګمارل کېدو ټینګار کړی، ویلي یې دي، چې له روزل شویو کسانو څخه باید د هېواد جوړونې په برخه کې ګټه پورته شي.

ملا خیرالله خیرخواه له ځوانانو څخه غوښتي، چې خپله انرژي د هېواد په جوړونه کې مصرف کړي او ډاډ یې ورکړی، چې دغه ځوانان به بې له دندو پاتې نه شي.

د يادوني وړ ده، چې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر پرون شنبې هلمند ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت له یو شمېر نورو ځوانانو سره هم کتلي او د هغوی هر اړخيزې ستونزې او غوښتنې یې اورېدلې دي.

نوموړي دغه راز د بست له تاریخي کلا څخه هم لیدنه کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته