خبرونهاقتصادټولنه

د هلمند په مرکز کې پر ۲ زره جریبه ځمکه د صنعتي پارک رغولو چارې پیل شوې

کابل، د سلواغې ۲۲مه باختر

د هلمند ولایتي مسوولین د دغه ولایت د لښکرګاه په دوراهي سیمه کې پر ۲ زره جریبه ځمکه د صنعتي پارک د رغولو خبر ورکړی دی.

په یاد ولایت د صنعتي پارک رئیس عبدالمجید صیام د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه صنعتي پارک څه موده وړاندې د امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست نورالدین عزیزي له لوري د بنسټ ډبره اېښودل شوې وه، چې اوس يې عملاً د رغولو چارې پيل شوې.

صیام وویل، چې دغه صنعتي پارک د لښکرګاه په دوراهي سیمه کې پر ۲۰۰۰ جریبه ځمکه جوړېږي چې تر ۲ زرو زیاتو کسانو ته به په کې د کار زمینه برابره شي.

یاده دې شي چې یاد ملي صنعتي پارک د هېواد صنعت کارانو ته غوره زېری او د صنعت او فابریکو د پرمختګ لپاره خورا مهم اقدام دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته