د هلمند په مارجې کې سلګونو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې
کابل/ د کب ٩ مه / باختر
د لسګونو څاه ګانو په کېندلو سره په هلمند کې سلګونو کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې. زياتره ماشومان او میرمنې دې ته اړې وې چې د څښاک اوبو ترلاسه کولو لپاره اوږده لاره ووهي.
د سره صليب نړيواله کمېټه وايي چې په مارجې ولسوالۍ کې يې د ځايي خلکو په مرسته د اوبو څه ناڅه ٨٠ څاه ګانې جوړې کړې دي.
د سره صلیب نړیواله کمېټه په یوه خبرپاڼه کې وايي د هلمند په نورو برخو کې هم د څښاک اوبو په برابرولو کې هڅې دوام لري. د کليو اوسيدونکي وايي چې له کلونو راهيسې له ناپاکو اوبو د استفادې له امله په ډول ډول ناروغيو اخته کېدل.
\ ذ