کابلباختر د ميزان ٢
د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه پاک شو.
په هغو پوځي عملياتوکې چې پنځه مياشتې مخکې د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې پيل شوي و؛ دطالبانو وروستۍ ځالې له منځه تللې دي.
دهلمند د والي ويندوى عمرځواک باختر آژانس ته وويل: هغه ګډ عمليات چې د افغان ځواکونو له خوا په دغې ولسوالۍ کې د طالبانو له شتون څخه دپاکولو په مقصد ترسره شوي و؛ اوس پاى ته رسيدلي دي اودغه ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه پاکه شوې ده.
دځواک دڅرګندونو له مخې: د ساروان قلعه، پوزک اوګرماب د سنګين ولسوالۍ وروستۍ ساحې وې چې په دغو عملياتوکې چاڼ شول.
ځواک وويل: ددغو عملياتو په بهيرکې په دې ولسوالۍ کې څلورسوه شل کورنۍ له خپلو کورونو څخه بيځايه شوې اوګاونډيو سيمو ته تللې وې چې اوس په دې ولسوالۍ کې د امنيت په تامينولو سره د دويم ځل لپاره خپلوکورونوته راستانه کيږي.
خو د سنګين ولسوالۍ قوماندان وايي: طالبان له دغې ولسوالۍ څخه په تيښتې سره په ورانکاروعملونو يې لاس پورې کړى دى او هغه سيمې چې د خلکو د استوګنې ساحه وه؛ ماينونه يې ښخ کړي چې په دې ولسوالۍ کې ملکي وګړو ته د سر زيان ورسيږي.
امنيه قوماندان وويل: دماين پا کى ټيم اوس په همدې سا حه کې د ماين او ښايي د نشه يي توکو په شنډولو بوخت دي چې ددغه پروګرام په ختمولو سره ددغو سيمو اوسيدونکي کولاى شي په آرام فکر خپلو کورونو او ژوندانه ته بيرته لاړشي.
دامنيه قوماندان دڅرګندونو له مخې: تر اوسه پورې له بېلابېلو ساحوڅخه دماين پاکى ګرځنده ټيمونو يوسلو څوارلس ماينو نه شنډ کړي دي.
0 1 دقیقه لوستل