امنیت

د هلمند په امنيتي پوستو د طالبانو بريدونه ناکام شول

کابل باختر د وږي د مياشتې  ١٥  :
د هلمند ولايت په نهر سراج  ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې د طالبانو  د ډلې د يوه قوماندان په  ګډون شپږ تنه  وسله وال طالبان ووژل شول .
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه جګړه د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ هغه وخت پيل شوه چې يوې ډلې طالبانو د هلمند د نهرسراج ولسوالۍ په امنيتي پوستو بريدونه وکـــــړل چې دامنيتي ځواکونوله سخت مقاومت سره مخامخ شول او له امله د نوراني په نامه د طالبانو د يوه قوماندان په ګډون  شپږ تنه وسله وال  طالبان ووژل شول.
خبرځاى وويل؛ په دې  جګړه کې  امنيتي ځواکونو ته  زيان نه دى  اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته