د هلمند ولایت د نظامي څارنوالۍ رئیس ووژل شو
قلات/ باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۸ مه
د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ په مربوطاتو کې د هلمند ولایت د نظامي څارنوالۍ رئیس اسدالله باوري او د دغه ولایت د فواید عامې چارو ریاست مرستیال نورالحق حمیدي وژل شوي دي.
د شاه جوی ولسوال وزیر محمد جوادي د باختر آژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې دغه پېښه پرون د کابل ـ قندهار د لویې لارې په اوږدو کې د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوې ده.
پای/وصال