جلال اباد / د مرغومي / ۴/ باختر
د طالبانو له شتون څخه د هلمند د ناوې ولسوالۍ د پاکولو لپاره پرون د پوځیانو عملیات پیل شول.
د هلمند د امنیې قوماندانۍ د رسنیو دفتر د باختر اژانس خبریال ته وویل چې په دغوعملیاتو کې په سلګونو پوځیان د هوایی قوتونوپه ملا تړ سره ګډون لري ، د طالبانو پر پوستو د ځمکې او هوا له لارې بریدونه زکړل.
هغه وویل چې د دغې ولسوالۍ ځینې برخې د طالبانو له شتون څخه پاک شوې دي او عملیات په دغې ولسوالي کې د طالبانو له شتون څخه تر بشپړ پاکولو پورې دغه راز دوام لري .
پای / سعیده