خبرونهاقتصاد

د هلمند د ټرانسپورټ ادارې عواید زیات شوي دي

 کابل / د غوايي ۲۷ مه / باختر

د هلمند د ټرانسپورټ ریاست په عوایدو کې زیاتوالی راغلی دی.

د شمېرنو له مخې؛ په تېرو اتو مياشتو کې د هلمند د ترانسپورت رياست اته ميليونه او اووه سوه زره افغانۍ عوايد راټول کړي، په داسې حال کې چې د تېر کال په اتو مياشتو کې دغه اندازه پنځه ميليونه افغانۍ وه.

دغه عواید په ښارونو او په ځانګړې توګه په بندرونو کې د سوداګریزو کاروانونو او نورو ترانسپورتي سکتورونو له مالیاتو څخه ترلاسه شوي دي.

د هلمند د ترانسپورټ ریاست د عوایدو آمر مولوي  ګلاب د عوايدو د زياتوالي لامل د فساد مخنیوی او شفافیت وباله.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته