امنیت

د هلمند د ولسواليو له ټپيانو سره نغدې مرسته وشوه

کابل- باختر د چنګاښ دمياشتې ٩
د هلمند ولايت د سنګين، کجکي، موسي قلعه او د نوزاد د ولسواليو امنيتي او اوپراتيفي حالت د کورنيو چارو وزارت د ستر امنيتي معين له خوا وڅيړل شو.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: د کورنيو چارو وزارت د امنيتي چارو ستر معين ستر پاسوال محمد ايوب سالنګي د هلمند له والي او د دغه ولايت د يو شمېر ولسواليو له مسوولينو او خلکو سره وکتل او ډاډيې ورکړ چې د هيواد امنيتي ځواکونه به د تروريستانو د بريدونو په مقابل او د هغو د ځالو د له منځه وړلو په لاره کې له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي.
دغه راز د امنيتي چارو ستر معين او د هلمند والي دسنګين ،کجکي، موسى قلعه او نوزاد د ولسواليو د ټپيانود احوالو د پوښتنې په ترڅ کې هغوى ته د جمهوري رياست له خوا مرسته شوې پيسې ورکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته