کابل/ د وږي٨ مه / باختر
د هلمند د موسى کلا روغتون لپاره د اوبو رسولو سيستم جوړ شو.
دا پروژه د نړيوالې سره صليب کمېټې په مرسته پلى شوه.
ياده کمېټه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي په دې پروژه کې روغتون ته د څښاک اوبه په رسولو سربيره، د دې مرکز ټولو څانګو ته د نلونو ځغلول هم شامل دي.
د هلمند د موسى کلا ولسوالۍ روغتون د نړيوالې سره صليب کمېټې په مرسته جوړ شوى دى.
دغه کمېټه وايي دوى به په افغانستان کې د روغتونونو لپاره د اوبو رسولو سيستم جوړولو ته دوام ورکړي.
\ ذ