ورزش

د هلمند د فوټبال د غوره ليګ سيالۍ پيل شوې

کابل/ باختر/ د چنګاښ ۹ مه
د هلمند د فوټبال فدراسيون، پرون د دغه ولايت د فوټبال غوره ليګ د اتو ټيمونو په ګډون پيل کړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې: د دغه ليګ د پرانیستلو په مراسموکې د هلمند د فوټبال فدراسيون رييس رنګين دفتاني وويل چې د دغه شان  سياليو ترسره کول، د فوټبال د ودې لپاره مهم دي او دغه فدراسيون هلې ځلې کوي چې د فوټبال مینه والو ته فرصتونه برابر کړي.
د دغه ليګ لومړۍ لوبه، د «هلکانو ليسې» او «ميوند» د فوتبال ټيمونو ترمنځ د يو په مقابل کې په يو سره برابره پاى ته ورسېده.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته