ټولنه

د هلمند د خونړۍ پېښې په اړه د اجرایيه رییس ډاکترعبدالله عبدالله د خواشینۍ پيغام

کابل باختر د مرغومي يوولسمه
د هلمند د خونړۍ پېښې په اړه د اجرایيه رییس ډاکترعبدالله عبدالله د خواشینۍ پيغام
له بده مرغه چې یو ځل بیا د هېواد دښمنانو په هلمند ولایت کې زموږ یوشمېر هېوادوال د ویر په ټغر کښينول.
تېره شپه د هلمند ولایت د سنګین په ولسوالۍ کې د افغانستان دښمنانو د یوه واده په مراسمو توغندی وتوغاوه. د دې برید له امله زموږ ۲۱ تنه بې ګناه هېوادوال شهیدان او له شپېتو ډېر ټپیان شوي دي.
په دې پېښه د زړه له کومې خپه یم، په کلکه یې غندم. د ملي یووالي حکومت به د دې پېښې پوره او جدي څېړنه وکړي.
د یادې پېښې شهیدانو ته له پاک رب نه د جنت فردوس، ټپيانو ته یې د سملاسي روغتیا او زیانمنو شویو کورنیو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوم.
د افغانستان دښمنان باید وپوهېږي چې د ملکي وګړو په وژنې سره خپلو ناوړوموخو او شومو هدفو ته نشي رسېدلای.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته