امنیت

د هلمند درې تنه پوليسان د طالبانو په بريدکې ووژل شول

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٢٠
د هلمند سيمه ييز مسوولين وايي: په دغه ولايت کې په يوې امنيتي پوستې د طالبانو په بريدکې درې تنه پوليسان ووژل شول.
د هلمند ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول فريد احمدعبيد د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه تېره شپه هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د موسى قلعه ولسوالۍ په مربوطاتوکې په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ چې له امله يې درې تنه پوليسان شهيدان او دوه تنه نور يې ټپيان شول. خو يوبل امنيتي مقام د دغې پيښې د سر د زيان شمېر زيات اعلام کړ او ويې ويل: په دې بريدکې پنځه تنه پوليسان ووژل شوي او دوه تنه نور يې بې درکه شوي دي.
د افغانستان په جنوب کې د هلمند ولايت له نا امنو ولايتونو څخه بلل کيږي چې وسله وال طالبان په زياترو ولسواليوکې يې شتون لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته