کابل, د زمري ۱۹ مه, باختر
د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د هلمند بُست پنبې او نباتي غوړیو فابریکې او امارتي شرکت بیاځلي فعالیت پیل کړ.
دغه فابریکه چې ۵۶ کاله وړاندې جوړه شوې وه د وخت جنګونو له امله له فعالیته پاتې وه خو د اسلامي امارت په واکمنېدو سره یې زیانمنې برخې و رغول شوې او پرون یې رسما بیا ځلي فعالیت پیل کړ.
د یادې فابریکې او امارتي شرکت د بیاځلي فعالیت په مراسمو کې د کابینې یو شمېر غړو او سیمه ییزو مسوولینو ګډون کړی و چې هر یو د یادې فابریکې په ارزښت خبرې وکړې.
په دې موخه جوړو شویو مراسمو کې د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف د یادې فابریکې د بیا فعالیت په اړه ویلي چې تېر شل کاله اشغالګرو د هېواد ګوټ ګوټ ویجاړ کړ خو اسلامي امارت اوس د هېواد رغونې ته لاسونه رانغاړلي او په هېواد کې د فابریکو او پروژو د پرانیستلو شاهدان یو.
ورته مهال د صنعت کارانو اتحادیې مسؤل رحمت الله وویل: “هلمند یو زراعتي ولایت دی او په دې ولایت کې زیات خلک د زراعت په چارو بوخت دي، هغه د اسلامي امارت له مسؤلینو څخه غوښتنه وکړه چې هلمند ته خاصه پاملرنه وکړي او د پنبې، غنمو، جوارو او داسې نورو کرنیزو توکو په صنعتي وده کې زموږ له تجارانو سره همکاري وکړي تر څو موږ وتوانېږو چې د هلمند د کروندګرو حاصلات په ښه وخت او ښه قیمت ځني رانیسو”.
هغه ویلي چيې دا مهال هلمند کې تر ۱۰۰ زیاتې بېلا بېلې فابریکې شتون لري چې په نورمال ډول فعالیت کوي.
د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نور الحق انور وویل: “دا د افغانستان لپاره ډېر د خوښۍ ځای دی چې د کلونو وروسته بُست فابریکې یو ځل بیا خپل فعالیت پیل کړ”.
هغه زیاته کړې چې د اسلامي امارت مشرتابه او مسؤلین تل هڅه کوي چې د عمل په بڼه ولسونو ته خدمات وړاندې کړي.
په یادو مراسمو کې د هلمند والي مولوي عبدالرحمان مسلم کندوزي هلمند یو زراعتي ولایت بللی او ویلي یې دي چې د هلمند اقلیمي هوا د زراعت او مالدارۍ لپاره خورا مناسبه ده.
هغه له تجارانو څخه غوښتنه وکړه چي په خپل هېواد کې پراخه پانګوونه وکړي تر څو زموږ هیواد وال په کور د ننه په کار بوخت او هېواد مو پرمختګ وکړي.
ورته مهال د هلمند اوسېدونکي د یادې فابریکې په بیافعالیت خوښي څرګندوي او له حکومت څخه د ورته نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه کوي.
هېره دې نه وي چې څو ورځې وړاندې هم په کندهار ولایت کې د نساجي فابریکې هم په فعالیت پیل کړی دی.