کابل باختر دثورد مياشتې ١٧ :
د هلال احمر نړيواله ورځ نن په کابل کې ونمانځل شوه .
د باخترآژانس دخبريال دخبرله مخې: په هغې غونډه کې چې په کابل کې جوړه شوې وه؛ لومړى د عدليې وزارت معين محمدقاسم هاشمزي د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي پيغام ولوست.
ددغه پيغام په يوه برخه کې ويل شوي دي:
خوښ يم چې سږکال هم د تيرو کلونو په شان د سره صليب د نړيوال غورځنګ او د هلال احمر نړيواله ورځ د هېواد په مرکز او ولايتونوکې نمانځل کيږي .
دغه نمانځنه په حقيقت کې د بشريت د نړۍ د خيريه او خدمتګارو موسسو بشر دوستانه خدمتونو ته درناوى دى.
د افغاني سرې مياشتې ټولنې د جګړې او تاوتريخوالي د قربانيانو او د طبيعي پيښو له مصيبت ځپلو سره د مرستې په مقصد د بشري مرستو د رسولو په لاره کې د ستاينې وړ خدمتونه کړي دي او تراوسه پورې هم زموږ خلک د دغه نړيوال مرکز له بشردوستانه خدمتونو څخه ګټه اخلي .
وروسته د افغاني سرې مياشتې دټولنې لويې رييسې فاطمې ګيلاني خبرې وکړې او ويې ويل چې موږ د بدخشان دپيښې په درناوي دغه ورځ نه نمانځو، بلکې يادونه يې کوو.
دې وويل: د افغاني سرې مياشتې په هره برخه کې زموږ له هېوادوالو سره بشردوستانه مرستې کړې دي. په بدخشان کې هم په لومړى ګام کې ددغه بنسټ مرستې ورسيدې.
دې وويل: هغه بنسټونه چې دبدخشان دپيښې له مصيبت ځپلو او بيځايو شويو کسانو سره د مرستې غوښتنه کوي او غواړي چې مرسته وکړي؛ کولاى شي د سرې مياشتې له لارې خپلې مرستې هغوى ته ورسوي.
دې وويل چې تراوسه پورې دترکيې، متحده عربي اماراتو، قطر او د ايران د هلال احمرونو ټولنو د مرستې ژمنې کړې دي او يوه سوداګر د يو سلو پنځه ويشتو زرو امريکايي ډالرو مرسته کړې ده چې له دغو پيسو څخه به د استوګنې د کورونو د جوړولو لپاره کار واخيستل شي او د افغاني سرې مياشتې ټولنه به دهغو بنسټونو
په مرسته چې غواړې له مصيبت ځپلوکسانو سره مرسته وکړي؛ نږدې سل کورونه جوړ کړي .
د سره صليب د نړيوالې کميټې رييسې ميرمن مونيکا هم په دې غونډه کې خبرې وکړې او ويې ويل: څوکاله کيږي چې دغه خيريه مرکز په افغانستان کې دګډو هدفونو د ترسره کولو لپاره کار کوي او دا څويم ځل دى چې دافغانستان په ولايتونوکې د هغوى په کارکوونکو خبريالانو او رضا کارانو بريدونه شوي دي خوستونزې به د هغوى د لارې خنډ نه شي . د سره صليب نړيواله کميټه به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي .
په پاى کې د سرې مياشتې د ټولنې په يوشمېر رضاکارانو ستاين ليکونه وويشل
شول.
2 2 دقیقې لوستل