د هغو پناه غوښتوونکو شمېرچې هېواد ته د بېرته ستنيدو لپاره چمتو دي د هرې ورځې په تيريدو سره زياتيږي

کابل باختر دوري  اوولسمه :
په جرمني کې د افغانستان دسفارت چارواکي وايي: هغه په سلګونو تنه افغانان چې دغه هېواد ته مهاجر شوي دي؛ د هغو سختو شرايطو د شتون له امله چې پکې شپې سبا کوي؛ په تنګ شوي دي او هېواد ته د ستيندو په موخه په جرمني کې د افغانستان سفارت ته مراجعه کوي .
په جرمني کې د افغانستان سفير حميد صديقي وايي: په جرمني کې کابو ١٥٠٠ تنو افغان مهاجرينو په مونشن او بن کې د افغانستا ن سفارتونو او قونسلګريو ته مراجعه کړې ده او هېواد ته د ستنيدو د سندونو دترلاسه کولو غوښتنه يې کړې ده.
ده يادونه وکړه چې تر اوسه پورې کابو يوزرو پنځه سوه تنو افغانانو مراجعه کړې ده او په داوطلبانه ډول غواړي چې بېرته افغانستان ته ستانه شي .
دغه راز د افغانستان سفير وايي چې د افغانستان لوري له المان څخه د افغان مهاجرينو د ايستلوپه باب د دغه هېواد له حکومت سره کوم موافقه ليک نه دى لاسليک کړى او که څوک افغانستان ته ستنيدل وغواړي؛ سفارت هغوى ته د ستنيدو سندونه او زمينه برابروي .
دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت مسوولين وايي چې تراوسه پورې څه ناڅه ٩٠٠ افغان پناه غوښتوونکي له بېلابېلو هېوادونو څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي؛ ١٢٥ تنه يې هغه پناه غوښتوونکي دي چې له جرمني څخه ستانه شوي دي.
ده ټينګار وکړ چې دغه ټول افغانان په خپله خوښه ستانه شوي دي او د جبري ايستلو موضوع هيڅ طرحه نه ده .
دا خبرې په داسې حال کې کيږي چې يونان پرون د هغو پناه غوښتوونکو د ستنولو بهير پيل کړى دى چې له ترکيې څخه دغه هېواد ته رسيدلي وو .
په لومړي اقدام کې څه ناڅه ٦٠٠ پناه غوښتوونکي يونان ته استول کيږي چې افغانان هم پکي شامل دي.
داسې خبرونه ترلاسه شوي دي چې ترکيې د اروپا له اتحاديې سره له موافقې وروسته اجازه ورکړه چې پناه غوښتوونکي له يونان  څخه بېرته دغه هېواد ته ستانه کړى شي، دغه موافقه له ترکيې سره د اروپا د اتحاديې په مالي ملاتړ شوې ده .
ترکيه د اروپا په لور د غير قانوني مهاجرت د حل لاره ده او ترکيې قاچاق وړونکي په دې برخه کې فعال دي.
د يادونې وړ ده چې پخوا هم يوشمېر افغان پناه غوښتوونکي له ترکيې څخه افغانستان ته ستانه کړاى شوي دي .
  سربېره پر دې زموږ  د يوشمېر هېوادوالو مړى چې د ترکيې په اوبوکې ډوب شوي وو؛ هېواد ته ليږدول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته