د هسپانيا صدراعظم بادغيس ته ورسيد
قلعه نو باختردمرغومي دمياشتې ٣ :
د هسپانيا صدراعظم دخپل هيواد له هغو عسکرو سره وکتل چې د افغانستان په بادغيس ولايت کې ډېره دي .
دبادغيس د والي ويندوى شرف الدين مجيدي باختراژانس ته وويل چې دهسپانيا صدراعظم پيدرو مورنس بادغيس ته په سفر کې چې د دغه هيواد د دفاع د وزير له خوايې ملګرتيا کېده؛ له هسپانوي عسکروسره په کتنې سربېره، له سيمه ييزو مقاماتو سره هم کتلي دي.
هسپانيا په افغانستان کې څه دپاسه يوزرو پنځه سوه تنه پوځيان لري چې زياتره يې دهيواد په لويديځو ولايتونوکې ځاى پرځاى دي.