کابل باختر دغويي دمياشتې ١٢ نيټه :
د هرات _ غور په لويه لاره کې ناامني د مسافرو لپاره خطرناکه او د غور په بازارونو کې د خوراکي توکو دبيو د لوړوالي سبب شوې ده.
د باخترآژانس د خبريال دخبرله مخې ؛ له يوې مودې راپه دې خوا په دغې لويه لاره کې نا امنۍ زياتې شوي دي او د څو تنو د وژل کېدو سبب شوي دي.
د غور ولايت دمدني ټولنې يو تن فعال حسن حکيمي وويل چې؛ د دغې لويې لارې د امنيت خرابوالي ملکي او پوځي وګړو ته زياتې ستونزې رامنځته کړي دي.
ده وويل ؛ وسله وال طالبان مسافرين له موټروڅخه ښکته کوي او هغوى وژني اوله بار وړونکو موټرو څخه چې خوراکي توکي لېږدوي د زياتو پيسو غوښتنه کوي چې دغه کار په دغو ولايتونو کې د بيود لوړوالي سبب شوى دى.
په همدې حال کې دغور د پوليسو وياند اقبال نظامي وويل ؛ چې په لويو لارو کې موجودي ستونزې يې په مرکز کې له مسوولينو سره شريکې کړي دي او هغوى هلې ځلې کوي چې دغه ګواښونه له منځه يوسي.
له يوې مياشتې را په دې خوا لس تنه ملکي وګړي د وسله والوطالبانو له خوا په دې لاره کې وژل شوي د ي.
0 1 دقیقه لوستل