خبرونهاقتصادټولنه

د هرات ګمرک په صادراتو کې ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی

کابل، د سلواغې ۳ مه، باختر

د هرات د ګمرک مسوولین وايي چې په تېرو ۳ میاشتو کې د هرات د ګمرک صادرات او وارداتو کې زیاتوالی راغلی دی.

د هرات د ګمرک رییس مولوي محمد حامد احمد د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې په تېرو ۳ میاشتو کې د یاد ګمرک واردات ۹۰ سلنه او صادرات ۶۰ سلنه زیات شوي، چې د دوی په صادراتوکې تر ډیره د صنعتي ښارګوټي کورني تولیدات او کرنیزمحصولات شامل دي، چې د تېرکال د درېیو میاشتو په پرتله زیات شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د یادو برخو سربېره نور فعالیتونه او اسانتیاوې هم ترسره شوي، چې ترټولو مهم یې د اسلام کلا بندر ۱۶ ساعته فعالیت لري، چې په نوي کال کې به ۲۴ ساعته فعالیت ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته