کابل / د زمري لومړۍ / باختر
پوځيانو د وګرنیوځواکونو په مرسته د هرات کرخ ولسوالۍ له طالبانوڅخه بېرته ونیوله.
د طالبانو له شتون څخه د کرخ ولسوالۍ د پاکولوعملیات تېره شپه ترسره شول او ترنن سهاره پورې دوام وکړ.
د هرات یوې امنیتي سرچېنې باخترآژانس ته وویل چې د دغو عملیاتوپه پایله کې ۱۵ طالبان ووژل شول او ۲۰ نورټپیان شول.
هغه وویل چې پوځيانو د کرخ ولسوالۍ له پاکولو وروسته د پوځي قرارګاووپه جوړولوسره به په دغه ولسوالۍ کې شتون ولري چې د طالبانو د بېرته راتلو مخه ونیسي.
د کرخ اوسېدونکو سره له دې چې د طالبانوله واکمنۍ څخه وژغورل شول خوښ دي.
د کرخ ولسوالۍ د هرات ښارپه ختیځ کې شتون لري دغه ولسوالۍ څه نا څه ۲۰ ورځې مخکې د طالبانو په بریدونو کې د دوی ترکنترول لاندې راغلى و.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
– ع