خبرونهروغتیا

د هرات ښارپه کچه په نشه يي توکو د ٩ سوه روږدو کسانو راټولول

کابل / د ليندۍ ٢٦مه / باختر
د هرات سيمه ييزې ادارې دعامې روغتيا په همکارۍ د ژمي په موسم کې د روږدو کسانو د راټولولو پروګرام پيل کړى دى.
د وړاندې شويو شمېرنو له مخې؛ د ژمي د موسم له پيل څخه تر اوسه په نشه يي توکو ٩سوه روږدي نارينه ، ښځې او ماشومان د ښارله بېلا بېلو سيموڅخه راټول او د درملنې کمپونو ته لېږدول شوي دي.
د هرات دعامې روغتيا رياست وياند محمد رفيق شيرزي وويل: سيمه ييزومسوولانو په يوه غونډه کې د ژمي په موسم کې د روږدو کسانو په راټولولو جدي تصميم نيولى دى. خو هغه وويل تراوسه د دغو روږدو کسانو د درملنې په باب کوم کار نه دى ترسره شوى.
په وروستيو ورځو کې د هرات ښار په شا وخواکې سيمو کې د١٠ روږډو کسانو مړي چې د سړې هوا له امله مړه شوي وو، کشف شوي دي.
دغه راز د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وايي چې په نشه يي توکو د روږډو کسانو د راټولولو بهير ګړندى شوى دي. ختم-شکريه_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته