د هرات پوهنتون ليليه پرانیستل شوه
کابل / د غبرګولي ۸ مه / باختر
د هرات پوهنتون د محصلانو ليليه چې د زرو محصلانو ظرفيت لري، نن پرانيستل شوه.
دغه ليليه په دوو پنځه پوړيزو ودانيو کې جوړه شوې ده.
د دغې ليليې په ودانۍ کې د خوب خونې، د مطالعې او تفريح لپاره ځاى، د ډوډۍ سالون او نورې اړتياوې په پام کې نيول شوې دي.
د هرات والي سيد وحيد الله قتالي د دغې ليليې د پرانیستلو په مراسمو کې وويل چې هلې ځلې کوي د تحصيلي کيفيت د ښه والي لپاره په هرات کې د تحصيلي بنسټونو دلارې پرسر پرته چلنجونه د حکومت او مرستندويو بنسټونو په همکارۍ حل کړي.
د هرات پوهنتون ليليه د جمهوري رياست عملياتي او ملاتړيزه اداره جوړه کړې ده.
له دې وړاندې هغه ښځينه او نارينه محصلان چې د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه په هرات پوهنتون کې زده کړه کوله، د استوګنې لپاره د مناسب ځاى د نشتوالي په دليل له ستونزو سره مخامخ وو.
ختم-ج –ا