خبرونهټولنه

د هرات په کهسان کې ۱۲۰۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې

کابل، د غبرګولي ۲۲مه، باختر

د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس آخندزاده له لوري د هرات په کهسان ولسوالۍ کې د څښاک اوبو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د دغې شبکې د ګټې اخیستنې پرمهال ملا محمد یونس آخندزاده وویل، چې د اوبو رسولو د پلان ترڅنګ په ټولو محرومو سیمو کې د چکډېمونو جوړولو ته ډېره پاملرنه کړې ده.

په ورته وخت کې د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي عبدالسلام هجرت وویل، چې یاده شبکه په کمانو او جوی نو کلیو کې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو میاشتو په موده کې جوړه شوې، چې پرمټ یې ۱۲۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.

ورته مهال د کمانه او جوی نو سیمو اوسېدونکي چې اوس یې پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړی د اسلامي امارت له مسؤلینو مننه وکړه او ویې ویل، چې له دې وړاندې به لرې سیمو ته اوبو پسې تلل.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت په راتګ سره په لرې پرتو سیمو کې خلکو ته د څښاک اوبو ته لاسرسي برخې ته ډېره پاملرنه شوې او تر دې دمه د څښاک اوبو سلګونه شبکې جوړې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته