امنیت

د هرات په شينډنډ کې په يو زرو پنځه سوه جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړول شول

کابلباخترد وري٢٩

په هرات ولايت کې د کو کنارو د اړولو دپرو ګرام په بهير کى چې له شلو ورځو را په ديخوا ددغه ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې پيل شوي دي تر او سه پوري په يوزرو پنځه سوه جريبه ځمکه کې کرل شوي کو کنار اړول شوي اودغه بهير روان دي

له نشه يي تو کو سره د مبار زې د چارو وزارت يو خبرځاى د باختر اژانس خبريال ته وويل د کو کنارو د اړولو کار له شلو ورځو مخکې په هرات ولايت کې په شينډنډ ولسوالۍ کې  پيل شو او تر او سه پوري په يو زرو پنځه سوه جريبه ځمکه کې کر ل شوي کو کنار اړول شوي دي

 په شينډنډ ولسوالۍ کې د کو کنارو اړول په د اسي حال کې پيل شوي دى چې د هرات دشمال او جنو ب په برخو کې د کو کنارو دشتون په باب خبرونه شته

مقا ما ت وا يي چې په شينډنډ کې د کو کنارو د  اړولو بهير دپاى ته رسيدو په حال کې دى اودغه پرو ګرام به ډير ژر د ګذري او ادرسکن په ولسواليو کې پيل شي

 که چيري په هرات کې د کو کنارو د اړولو پرو ګرام په بريالى تو ګه سرته ورسيږي اوصفر ته ورسيږي دغه ولايت له نشه يي تو کو سره د مبارزي وزارت له خوا دوه مليو نه ډالره ترلاسه کوى چې له دغو پيسو څخه به د عمرا ني پرو ژو په تطبيق کې کاروا خيستل شي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته