خبرونهټولنه

د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې زلزله ځپلو ته ۳۸۷ نور کورونه هم وسپارل شول

کابل، د سلواغې ۱۶مه، باختر

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین د دغه ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو ته ۳۸۷ نورو کورونو د سپارلو خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس او زلزله ځپلو ته د رسېدنې کمېسیون ویاند مولوي احمدالله متقي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وويل، چې د یاد ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د هرات صخره شرکت له خوا د زلزله ځپلو لپاره په ۱۵ کليو کې ټول ۵۴۴ کورونه جوړیږي چې له دې جملې څخه ٣٨٧ يې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

مولوي احمدالله متقي زیاته کړه، چې د دغو ۵۴۴ کورونه د اسلامي امارت له لوري د ۱۲۰ میلیونه افغانۍ په لګښت جوړ شوي دي.

هغه  وویل، چې زلزله ځپلو ته نږدې ۴۰۰۰ کورونه جوړېږي، چې ۸۵ سلنه دا کورونه بشپړ شوي او پاتې به هم ډېر ژر جوړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

د یادونې وړ ده چې په راتلوونکو لسو ورځو کې به ۱۵۷ نور کورونه هم زلزله ځپلو ته جوړ او په واک کې به ورکړل شې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته