د هرات په تاریخي سیمو کې د نیالګیو کېنول دوام لري

کابل /دکب ۸مه /باختر

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس په اختیارالدین  تاریخي کلا کې د نیالګیو کېنولو په مراسمو کې ګډون وکړ او ویې ویل چې په ټولو تاریخي او لرغونو سمیو کې نیالګي کېنول کېږي.

ټاکل شوې ده په تاریخي سیمو کې د ناجو ونې کېنول شي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولانا نعیم الحق حقاني د نیالګیو کېنول د طبیعت پاکوالی، سمسورتیا او آبادي وبلله  او له ښاریانو یې وغوښتل چې په خپل ښار کې نیالګي کېنوي.

تر اوسه د هرات په څو تاریخي آبدو کې نیالګي کېنول شوي او دغه بهیر دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته