د هرات په انجیل ولسوالۍ کې زلزله ځپلو ته ۱۴۰ نور تازه رغول شوي کورونه سپارل شوي دي

کابل, د سلواغې ۳ مه, باختر
د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په میرقنات، خواجه شهاب، علی منصور، کالار او هوادشت کلیو کې ۱۴۰ نور تازه رغول شوي کورونه زلزله ځپلو ته سپارل شوي دي.
د دغو کورونو د سپارلو په مراسمو کې سیمیزو چارواکو او زلزله ځپلو ته د رسیدګۍ کمیسیون مسولینو ګډون کړی و.
هرات زلزله ځپلو ته د رسیدګۍ کمیسيون وياند مولوي احمدالله متقي وايي، چې یاد کورونو د څه باندې ٢٢ ميليونه افغانيو په لګښت د يوې مياشتې او لسو ورځو په موده کې رغول شوي دي.
مولوي متقي زیاته کړې، چې اوس هم په زلزله ځپلو سيمو کې د کورونو د جوړولو کار روان دى او په راتلونکي کې به د دغه ولايت په ګلران ولسوالۍ کې هم د زيانمنو شويو خلکو لپاره د کورونو پر جوړولو کار وکړي.
په ورته وخت کې د انجيل ولسوالۍ د ميرقنات او کالار کلي يو شمېر اوسېدونکي د دغه کورونو په جوړېدو خوښي څرګندوي او وايي، چې دې سره یې د سرپناه په برخه کې ستونزې هوارې شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې هرات زلزله ځپلو ته د رسیدګۍ کمیسیون د چارواکو په وینا، د زلزله ځپلو لپاره د پلان شویو ۳۶۶۶ کورونو له جملې څخه شاوخوا ۱۰۰۰ بابه کورونه د بنسټونو او سوداګرو له لوري او پاتې نور یې د اسلامي امارت لخوا جوړېږي.