امنیت

د هرات په امنيتي قطعاتوکې د غړيتوب په خاطر د ځوانانو علاقمندي

هرات/ باختر دچنګاښ څوارلسمه :
په سلګونو تنوځوانانو د هرات ولايت په امنيتي او دفاعي قطعاتوکې شامليدو ته ژمن دي.
د هرات ولايت يوشمېر سپين ږيرو، مجاهدينو او مخورو د انصار زون له قوماندان او د ولايت له سرپرست محمد جمعه عديل سره په کتنه کې اعلام وکړ چې له امنيتي ځواکونو سره هر راز همکاري ته چمتو دي.
په دې غونډه کې د هرات ولايت مشرانو خپلې يو لړ سيمه ئيزې ستونزې هم طرحه کړې او د خپلو ستونزو په لرې کولوکې د مسوولينو د زيات جديت غوښتنه وکړه .
  دوى وايي: يو زرو شپږ سوه تنه د زده کړې خاوند او نظام ته ژمن او وفادار   ځوانان يې چمتو کړي دي ترڅو د امنيتي ځواکونو قطعاتو ته معرفي شي .
دغه راز جنرال عديل د خلکو د رول او ملاتړ له امله مننه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې د تصميم نيونو او سلامشورو په ټولوکچوکې د بېلابېلو قشرونو مشارکت ته جدي پاملرنه کيږي .
عديل د امنيتي ځواکونو د ملاتړ په لاره کې د بېلابېلو قشرونو د هوډ او ارادې  له امله مننه وکړه او ويې ويل: امنيتي او دفاعي ځواکونو ثابته کړې ده چې نظام ته وفاداره دي او له ډار اچوونکو سره د مبارزې په ډګرونوکې خپل ملي اقتدار نندارې ته وړاندې کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته