د هرات ولايت په شمالي برخوکې دګازو د زيرمو دساحوکشفول.

 

کابل- باختر دلړم دولسمه:

 علمي څيړنې ښودلې ده چې دهرات ولايت په شمالي ولسواليو کې دګاز دشتون نښې ليدل شوې دي.

 دهرات والي ډاکتر داود شاه صبا وايي چې دکشک رباط سنګي ، کشک کهنه اوګلران په ولسواليو او آن دبادغيس ولايت په لويديځوسيموکې دځمکې پيژندنې وروستي څيړنې ښيي چې په دغو سيموکې دګازو زيرمې شته.

دهرات والي له  باختر اژانس سره په خبروکې وويل چې دهرات شمالي سيمې او دبادغيس لويديځې سيمې د ترکمنستان دنفتو اوګازو سيموسره دځمکې پيژندنې ورته جوړښتونه ښيي چې هغه سيمې کولى شي په نږدې راتلونکې کې دافغانستان او سيمې دګازو ديو تامينوونکې سيمې بدل شي .

 صبا وويل چې اوس يوکاناډايي شرکت په سيمه کې دڅيړنې او دګازو دپلټنې په حال کې دى او ابتدايي څيړنې ښيي چې په دې سيمه کې دګازو يوه ډېره ستره زيرمه شته .

 ښاغلى صبا داسلام کلا پولې ته څېرمه دتيرپل دتيلودکان په باب وويل چې ددغې نفتي حوزې د ايستلو کار ډېر ژر  داوطلبي ته وړاندې کيږي .

 ده وويل: په لسګونو کورني اوبهرني خصوصي شرکتونه دتيرپل په سيمه کې دتيلو د ايستلو غوښتنه کړې ده .

 ښاغلى صبا وايي چې دهرات دګازو او تيلو د زياتو حوزو د ايستلو کار تر راتلونکو دوو کلونو پورې بشپړيږي .

 دا په داسې حال کې دى چې د روانې اوونۍ په پيل کې يو روسي او يو قرغزي شرکت دافغانستان په شمال او لويديځ کې د تيلود چاڼځاى دجوړولو په خاطر خپل تيارى اعلان کړي و چې ټاکل شوى ده يو چڼځاى  دهرات په شمال کې جوړ شي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته