ټولنه

د هرات ولايت يوشمېر خلکو د ملي پيوستون د پروګرام له آسانتياووڅخه ګټه واخيسته

کابل باختر دوري دمياشتې ١١:
په  هرات ولايت کې پرون ٣٧٠٠ کورنيو د ملي پيوستون د پروګرام د ټولګټو پروژو له آسانتياووڅخه ګټه واخيسته .
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ: د ٢٤ مليونو ٩٧٦ زرو افغانيو په لګښت د ملي پيوستون د  درې ويشتو ټولګټو پروژو کار د هرات ولايت  د غوريان او ګلران په ولسواليوکې  بشپړ او د خلکو د استفادې وړ وګرځيدې.
په دغو پروژوکې د لومړني ښوونځي د ودانيو، ټولنيزو مرکزونو، محافظوي ديوالونو، د اوبولګولو کانالونو، د کرنيزو اوبو د زيرمو، پلګيو، کاريزونو او د څښاک د روغتيايي اوبو د شبکو جوړول شامل دي.
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د ملي پيوستون د پروګرام د فعاليت له پيل څخه تر اوسه پورې د ترانسپورت ، اوبو رسولو، بريښنا، د اوبولګولو د کانالونو ، روزنې او بديل ژوندانه په برخوکې د ٤زرو٥٣٠ پرمختيايي  پروژو کار په هرات ولايت کې بشپړ کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته