ورزش

د هرات ولايت د فوټبال د دويم لاس د غوره ليک سياليو دوام وموند

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٧
دهرات ولايت د فوټبال د دويم لاس د غوره ليک سياليو نن سهار په يوې لوبې سره دوام وموند
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا د باختر آژانس خبريال ته وويل:  په دې سيالۍ کې د پيروزي او کوثر ټيمونو لوبه وکړه چې لوبه دصفر په مقابل کې په دوو سره د کوثر ټيم په ګټه پاى ته ورسيده.
دغه سيالۍ په هرات ولايت کې د دولسو ټيمونو ترمنځ پيل شوې دي.
دغه راز د هرات ولايت د فوټبال د لومړى لاس دغوره ليک سياليو پرون مازيګر د نواحي او اتحاد غوريان د ټيمونو په لوبې سره دوام وموند.
دغه سيالۍ په هرات ولايت کې د لسو ټيمونو ترمنځ پيل شوې دي چې په دوام يې نن مازيګر د اماني او پامير ټيمونه لوبه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته