خبرونهروغتیا

د هرات والي د روغتیايي خدمتونو پر ښه والي ټینګار وکړ

 کابل/ د غوايي٢٦مه/ باختر

د هرات والي شیخ الحدیث نوراحمد اسلام جار په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان له استازي سره وکتل.

په دې کتنه کې په افغانستان کې د روغتيا سازمان استازي وويل، چې هرات ولايت ته يې د سفر موخه  د روغتيايي وضعيت څېړل و او ټينګار يې وکړ، چې په روغتيايي برخه کې به خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د روغتيا د نړيوال سازمان استازي ډاکترلوپګن د هرات له والي سره د کتنې په ترڅ  کې په  افغانستان او هرات ولايت کې  د نړيوال  روغتيايي سازمان فعاليتونه له مولانا  نوراحمد اسلام جار او د غونډې له  ګډونوالو سره شريک کړل اوټينګار يې وکړ چې د روغتيا نړيوال سازمان په هرات کې خپلو روغتيايي فعاليتونو ته دوام ورکوي چې له نېکه مرغه په ​​هرات ولايت کې د پوليو واکسين د هرات له والي سره په همغږۍ په برياليتوب سره تطبيق شوي دي.

په دې کتنه کې د هرات والي د نړيوال روغتيايي سازمان او د هرات ولايت د عامې روغتيا له مشرتابه څخه وغوښتل چې په هرات ښار کې  د روږدو کسانو په راټولولو او درملنه کې د ولايت له مسوولينو سره همکاري وکړي.

په همدې حال کې د هرات د عامې روغتيا رييس مولوي شاهد او د دغه رياست د فعاليتونو مرستيال ډاکتر محمد اصف کبير د غونډې له برخوالو سره د دغه رياست              د ستونزو او لاسته راوړنو په باب لنډې خبرې وکړې.

| ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته