سیاستخبرونهTOP

د هرات والي د ترکمنستان له نوي جنرال کنسل سره وکتل

کابل، د سلواغې لومړۍ نېټه، باختر

د هرات ولایت والي د ترکمنستان هېواد له نوي جنرال کنسل سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو په اړیکو ټینګار وکړ.

د یاد ولایت والي مولانا نور احمد اسلام جار د ترکمنستان نوي جنرال کنسل ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې په افغانستان کې په بې ساري ډول امنیت ټینګ شوی او ګاونډي هېوادونه باید د اړیکو د ټینګښټ او پراختیا په برخه کې له شته فرصتونو پوره ګټه واخلي.

ورپسې د ترکمنستان هېواد جنرال کنسل د دغه هېواد کنسلګرۍ د فعالیتونو او کړنو په اړه خبرې وکړې او وویل چې هېواد یې خپل دوست او ګاونډي هېواد افغانستان سره هر ډول همکاریو ته چمتو ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته