د هرات والي د ایران له قنسل سره وکتل
کابل/ د غوايي٢٦مه/ باختر
د هرات والي مولانا نوراحمد اسلام جار نن په هرات کې د ايران د اسلامي جمهوريت له قنسل محمد صديقي فر سره وکتل.
صديقي فر د هرات له والي سره د کتنې موخه د پولې په اوږدو کې د ستونزو هوارول وبلل او ويې ويل، چې غواړي په راتلونکو ورځو کې د هرات له سيمه ييزې ادارې سره په همغږۍ نندارتونونه جوړ کړي.
په همدې حال کې شیخ اسلام جار وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت له ګاونډیو هېوادونو سره د ښه ګاونډیتوب اراده لري او د کورنیو او بهرنیو تولیداتو د نندارتونونو پر جوړېدو یې خوښي څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې پر ښو اړیکو ټینګار وکړ.
د هرات والي د دواړو هېوادونو ترمنځ پر يووالي ټينګار وکړ او ډاډ يې ورکړ چې د افغانستان له خاورې څخه هېڅ هېواد ته خطر نشته.
د هرات والي په ايران کې هم له مېشتو افغان کډوالو سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.
\ ذ