د هرات والي د ایران له سر کنسول سره وکتل

کابل، د سلواغې ۱۸مه، باختر
د هرات والي مولانا نور احمد اسلام جار د دغه ولایت د بهرنیو اړیکو د مرستیال په حضور کې د ایران له سر کنسول صديقي فر سره وکتل.
په دې کتنه کې د هرات والي د دواړو هېوادونو ترمنځ په ښو اړيکو د ټينګار ترڅنګ په دغه ولايت کې د ايران له خوا د سياحتي ويزو په برخه کې د آسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.
نوموړي ټینګار وکړ چې په بېلابېلو برخو کې آسانتیاوې رامنځته کول د ښاریانو حق دی او هڅه کوي چې د دوی ستونزې هوارې کړي.
په دغه کتنه کې د ايران کنسول صديقي فر د هرات خلکو ته د ويزو په ورکولو کې د آسانتياوو د برابرولو ژمنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته