د هرات والي: دښمن د حکومت پر وړاندې د مقابلې توان نلري او د خلکو ترمنځ نفاق اچولو ته لمن وهي
کابل، د لېندۍ ۱۱مه، باختر
د هرات ولایت د اهل تشیع یو شمېر قومي مشرانو او مخورو نن د هرات له والي مولانا نوراحمد اسلام جار سره وکتل.
یادو قومي مخورو په دغه کتنه د تېرې ورځې پېښې ته په اشارې سره وویل چې د سني او شیعه دښمن یو دی او افغانان به اجازه ورنکړي، چې دشمن خپلو شومو موخو ته ورسېږي.
دوی همدارنګه ډاډ ورکړ، چې له هېواد اوخلکو څخه د دفاع په موخه به همېشه د اسلامي امارت ترڅنګ ولاړ وي.
په ورته وخت کې د هرات والي مولانا نوراحمد اسلام جار په دغه کتنه کې وویل چې دښمن د حکومت پر وړاندې د مقابلې توان له لاسه ورکړی او اوس هڅه کوي، چې د افغانانو تر منځ نفاق رامنځته او ولسونه په بېلا بېلو نومونو سره جلا کړي.
د یادونې وړ ده، چې د هرات والي په دغه کتنه کې له خلکو څخه غوښتنه وکړه، چې د هرې مشکوکې کړنې په تړاو امنیتي او کشفي ارګانونو ته خبر ورکړی، تر څو په راتلونکي کې د دغه ډول ناوړه پېښو مخنیوی وشي.