امنیت

د هرات والي : امنيتي ځواکونه دنده لري چې په انتخاباتو کې د درغليو مخه ونيسي

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٢ :
په هرات ولايت کې امنيتي ځواکونه مکلف دي   چې په   انتخاباتو  کې د هر راز درغليو مخه ونيسي .
د هرات والي سيدفضل الله وحيدي د کورنيو چارو  وزارت له معين  جمال ناصر صديقي سره په کتنه کې  د دغه ټکي  دڅرګندولو په ترڅ کې وويل ،  په انتخاباتو کې دولتي کارکوونکو او مسوولينو له  خوا د بيطرفي   رعايتول يواصل دى چې بايد په جدي توګه رعايت شي .
دهرات والي  په دغه ملي بهيرکې دخلکو دګډون د روحيې زياتوالى ښه وبلل اوپه
همدې حال کې يې ټينګاروکړ چې په  دغه  ملي بهيرکې بيلابيلو قشرونو ته  د شرايطو
برابرول  ددولتي مسوولينو له اساسي مکلفيتونو څخه  دى .
په همدې  حال کې دکورنيو چارو وزارت  معين جنرال صديقي دانتخاباتو دامنيت  د تامينولو په   لاره کې د امنيتي ، سرحدي او عامه نظم دپوليسو دبشپړتياري ډاډ ورکړ.
له بله پلوه د هرات امنيه قوماندان جنرال سميع الله قطره  هم په  لرو پرتو سيمو کې دانتخاباتو  دامنيت دتامينولو په لاره کې دپوليسو له ځواکونو سره  يې دملي اردو دځواکونو د نږدې همکاريوغوښتنه وکړه.
ټاکل شوې ده د جمهوري رياست دانتخاباتو دويم پړاو دهرات ولايت درايې ورکولو په  ٤٣٤ مرکزونو کې تر سره شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته