خبرونهفرهنګ

د هرات مسوولینو د ایران د فرهنګي همکاریو  پر پراختیا ټينګار وکړ

 کابل، د غبرګولي ۵ مه، باختر

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولانا نعیم الحق حقاني په دغه ولایت کې د ایران د فرهنګي برخې له مسوول مجید خالق نیا سره وکتل.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د دواړو هېوادونو د اړیکو په اړه خبرې وکړې او ويې ویل چې دغه دواړه هېوادونه ګډ دین او فرهنګ لري.

هغه د لیکوالانو د کتابونو د چاپولو، د عامه کتابتون د بډاینې ، د فرهنګیانو د سفرونو لپاره د زمینې د برابرولو، د تیاتر او سینما په برخه کې د تجربو تبادلې په ګډون د یو شمېر فرهنګي او ټولنیزو مسلو په اړه خبرې وکړې.

مولانا حقاني وايي چې د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي اصولو پربنسټ د ملي ګټو په ساتنې له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

په هرات کې د ایران د فرهنګي برخې مسوول خالق نیا د خپل هېواد د فرهنګي او ټولنیزو فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست غوښتنې د خپل هېواد مقاماتو ته رسوي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته