کابل باختر د تلي دويمه
دهرات ولايت د مستوفيت يو کارکوونکى پرون د بډې اخيستنې په تور د ملي امنيت د منسوبينو له خوا ونيول شو.
دغه سړى کله يې چې غوښتل له يو دوکاندار څخه له ماليې څخه دمعافيت په بدل کې بډې واخلي؛ نيول شوى دى .
دهرات د ملي امنيت يو خبرځاى باخترآژانس ته وويل: د مستوفيت دغه کارکوونکى دوکاندار ته ګواښ کړى و چې ده ته دبډې دنه ورکولو په صورت کې بايد په زرګونه افغانۍ ماليه دولت ته ورکړي.
دملي امنيت ددغه خبرځاى دڅرګندونو له مخې: نيول شوى سړي د بډې په اخيستلو اعتراف کړى دى او اوس بندي دى .
دا په داسې حال کې ده چې په هرات کې يو شمېر هټيوال د هرات د ښاروالۍ او مستوفيت له خوا د غير قانوني پيسو د اخستلو له امله شکايت کوي.
0 1 دقیقه لوستل