د هرات مرستیال والي په دغه ولایت کې د تېلو پمپ لرونکو ستونزې واورېدې

کابل، د سلواغې ۲۹مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین او د هرات مرستیال والي مهاجر فراهي په دغه ولایت کې د تېلو پمپ لرونکو سره په کتنه کې د هغوی ستونزې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ.
په دې کتنه کې د تېلو پمپ لرونکو په دغه ولایت کې د تېلو دوکانونو د زیاتوالي په تړاو خپله اندېښنه څرګنده کړه او د سیمه ییزې ادارې له لوري یې د دغه کار د کنترول غوښتنه وکړه.
ورته مهال مهاجر فراهي ډاډ ورکړ چې د دوی دغه ستونزې ته به رسېدنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته