سیاستخبرونهTOPورزش

د هرات مرستیال والي له یو شمېر لوبغاړو سره وکتل

کابل، د سلواغې ۳ مه، باختر

د هرات مرستیال والي مهاجرفراهي د ورزشي ټولنې له غړو سره د کتنې په ترڅ کې د لوبغاړو ستونزې واورېدې او د ورزش په برخه کې یې خپل ملاتړ اعلان کړ.

په دې لیدنه کې د ورزش د بېلا بېلو څانګو یوشمېر استازو هم خپلې ستونزې له مرستیال والي سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.

ورته مهال هغوی له ورزشي ټولنې سره د افغانستان اسلامي امارت د ښه تعامل ستاینه وکړه او ویې ویل، چې د اسلامي نظام په راتګ سره د بېلا بېلو ورزشونو د ودې او پرمختک لپاره هیلې زیاتې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته