کابل باختر دتلي نهه ويشتمه :
د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د دغه ولايت د يوه ليکوال او فرهنګي شخصيت استاد غلام حيدر کبيري هيروي مړينه يوه نه جبيره کيدونکې ضايعه وبلله .
د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس آريا رووفيان او کارکوونکو د دغه ارواښاد د مړينې له امله د خپګان په څرګندولو سره ارواښاد ته د لوى خداى ( ج) له در بارڅخه د فردوس جنت او پاتې کسانو او د هرات فرهنګ دوستو خلکو ته د جميل صبر هيله کوي.
استاد کبيري هيروي چې د هرات يو اکاډميک شخصيت، ليکوال، پوه او پوهنپال بلل کيدل، (د بهشت آزادگان، فرشته هاى سخن او نگاهى به زندگى و آثار مولانا عبدالرحمن جامى) په ګډون درې آثار يې چاپ شوي دي.
ويل کيږي چې د دغه ليکوال څو نور څيړنيز آثار ليکل شوي چې تر اوسه پورې نه دي چاپ شوي.
0 1 دقیقه لوستل