خبرونهTOPټولنه

د هرات له زلزله ځپليو سره د قطر د مرستو لومړۍ جوپه دغه ولايت ته رسېدلې

کابل، د لېندۍ ۱۰مه، باختر
په هرات کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولینو په دغه ولایت کې د قطر ۷۰ ټنه مرستې د رسېدلو خبر ورکړی دی.
د افغاني سرې میاشتې عملیاتي مرستیال مولوي عبدالطیف ثابت ویلي چې دغه ولایت د قطر هېواد د دوو خيریه بنسټونو ۷۰ ټنه مرسته هرات ته رسېدلې ده.
هغه زیاته کړه چې په یاده مرسته کې طبي, خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل دي, چې د دغه ولایت پر زلزله ځپلیو کسانو وېشل کېږي.
ورته مهال د قطر خیریه بنسټ استازي مشعل ناصري ویلي چې په راتلونکو ورځو کې دوه نورې د مرستو بار طیارې د هرات زلزله ځپلیو ته رارسېږي.
د یادونې وړ ده چې په دغه مرسته کې ۷۷۵۰ کمپلې, ۱۰۰۰ بستې خوراکي بستې, ۱۰۰۰ صحي کېټونه او ۲۰ ټنه خرما شامله ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته