خبرونهټولنه

د هرات له زلزله ځپلو سره د قطر هېواد مرسته دغه ولایت ته را ورسېده

کابل، د لېندۍ ۱۳مه، باختر

د هرات په خواجه عبدالله انصاري نړیوال هوايي ډګر کې د قطر هېواد د مرستو دویمه جوپه د قطر هېواد د پلاوي له خوا افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شوه.

د افغاني سرې مياشتې ټولنې د لوېديځ زون د سيمه ييزې همغږۍ رییس شيخ يار محمد فاروقي د قطر هېواد له مرستو څخه د مننې ترڅنګ وويل چې د افغاني سرې مياشتې ټولنه د زلزلې له لومړۍ ورځې راهيسې د نړيوالو مرستو د راجلبولو هڅې کوي او دې برخه کې به خپلې هڅې ودامداره وساتي.

ورته مهال د قطر خيريه موسسې استازې مشعل ناصر خوښي څرګنده کړه، چې د افغاني سرې مياشتې په هلو ځلو وتوانېدل چې په هرات ولايت کې له زلزله ځپلو سره مرستې وکړي او د دې هیواد له زيانمنو سره په مرستو کې برخه واخلي.

په دغه مرستو کې ۱۰۰۰ روغتیايي کېټونه، ۱۶۴۳ کارتنه خوراکي توکي، ۳۴۵۰ کمپلې، ۲۰ ټنه خرما او ۲۵۰ خېمې شاملې دي.

باید وویل شي چې له دې وړاندې هم د هرات له زلزله ځپلو سره د یاد هېواد له لوري د خوارکي او غیرخواکي توکو مرسته شوې وه.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته