خبرونهامنیتټولنه

د هرات – قندهار پر لویې لارې ۵۰ موټره غنم ضبط شول

کابل، د غبرګولي ۱۰مه، باختر

د اسلامي امارت ځواکونو د هرات – قندهار پر لویې لارې د هلمند د واشېر ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۵۰ موټره غنم ضبط کړل.

د هلمند د واشېر د ولسوال ویاند قاري وحدت وايي چې د هرات – قندهار پر لویې لارې د هلمند د واشېر ولسوالۍ په کمپنۍ سیمه کې هغه پنځوس موټره غنم ضبط کړي چې ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق کېدل.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې مالیې وزارت هم ټولو ګمرکونو ته لارښوونې کړې وه، چې بهر ته د غنمو د قاچاق مخه ونیسي.

سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته